IQNA

 په هندوستان کې تاؤتریخوالو ته د لمن وهلو لپاره له ټولنیزو چینلونو ناوړه استفاده کیږي

8:23 - June 26, 2023
د خبر لمبر: 3487529
ایکنا-(هند)  د ټولنیزو چینلونو او انټرنیټي  فضاګانو له حقیقي محتوا څخه استفاده او په پراخ ډول ئې خپریدا،فرقه پالو تاؤتریخوالو ته د لمن وهلو په موخې سره  په هندوستان کې د سرزورو او افراطي ډلوټپلو یو ترټولو مهم آوزار دی.

ایکنا د فرانس پریس خبری آژانس له قوله راپور راکړ،هغه جعلی ویډیو ګانې چې ناسم اطلاعات خپروي ، اوپه هندوستان کې ډله ایزو تاؤتریخوالو ته لمن وهي ، د زیاتیدا په حال کې دی . دا په داسې حال کې دي چې په دغه هیواد کې د لومړي وزیر نریندرا مودي په رهبرۍ کې د هندوانو افراط پالنه او زوړپالنه په زیاتیدا ده.

په همدې اړه په یوه پنځه دقیقه اي ویډیو کې یو مسلمان کس بریښوی چې له دې مخکط چې  په لاره کې کوم لاروی ورسره مخامخ شي، د واش روم یو مایع شامپو یا وائټیکس له هغو خوراکونو سره چې په واټونو کې پلورل  کیږي، ګډوي. دغه ویډیو  په فیس بوک کې څه د پاسه پنځه میلیون کتونکي لري.

یوه بله ویډیو هم په یوټیوب کې درې نیم میلیون کتونکي لري، یومیوه پلورونکی کس چې  دزیاتره مسلمانانو پيشه ده ، بریښوي ، چې په آنارو سره ګاهګانو ته دوکه ورکوي څو دا چې پرې حمله کیږی. ددغې ویډیو په توضیح کې لیکل شوي دي ،له مسلمانو جهاد پالو څخه له هرشي اخستو مخکې د یوه مسلمان میوه پلورونکي دغه ویډیو حتما وګورئ.

داپه داسې حال کې دي چې ددغو ویډیو ګانو جوړونکي ددغو شیانو د اغیزو په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ټينګار کوي، چې دا ویډیوګانې یوازې د ساعت تیري او د عایداتو دترلاسه کول لپاره دي.

دغه ویډیوګانې   د هغو غیر واقعي محتوا  یوازې ځينی مثالونه دي چې  البته  ځیني برخې ئې  په سوشل میډیا او چینلونو کې  له لیدووروسته حذف کیږي.  خو واقعیّت دا دی چې د هندوستان په عمومی افکارو کې د پوهیدا تناسب کموالي ته په پام سره ، معمولا دغه غیر واقعي محتوا لرونکي ویډیو ګانې  له دې پرته چې څیړنې وباندې  وشي، تائيدیږي.یوه داسې چاره چې  نتیجه ئې د مسلمانانو په ضد کرکې او نفرت خورول او تاؤتریخوالو ته لمن وهل  او د سرزورو او افراطي ډلو ټپلو لمسول دي.

داپه داسې حال ې دي چې څوورځې مخکې د هند افراطي لومړي وزیر نریندرا مودي امریکا ته دسفر  په بهیر کې په سپينې ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په خبری کنفرانس کې په سپين سترګیتوب سره وئيلي وو،په هندوستان کې د مسلمانانو پشمول دهیڅ یوه لږکي په ضد هیڅ ډول توپيري اقدامات نه کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4150019

captcha